کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د بحري ځواک مرستیال ویلي، چې هر ډول نوی برید به د ناڅاپي تکتیکونو او پرمختللو پوځي وړتیاوو په کارولو سره ځواب شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دښمن هر اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي او د سپاه بحري ځواک بشپړ چمتووالی لري، څو د هر ډول ګواښ پر وړاندې مؤثر او سخت غبرګون وښيي.
د هغه په وینا، د ایران وسلهوال ځواکونو د سیمې له امنیتي بدلونونو سره سم خپلې وړتیاوې لوړې کړې دي او کولای شي په بېلابېلو سناریوګانو کې د دښمن پر وړاندې ناڅاپي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، چې د دې ځواکونو تمرکز پر دې دی، څو د احتمالي شخړو په صورت کې د دښمن محاسبې ګډې وډې کړي او د هغوی پوځي برلاسي له منځه یوسي.


















