کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې له شاوخوا ۶۰ ورځني ځنډ وروسته نن یو ځل بیا د ایران، روسیې او ایران چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې دي.
د راپورونو له مخې، د ایران د هوايي چلن ادارې (هما) تېره ورځ اعلان کړی و، چې د دغو الوتنو د بیا پیل لپاره لازم تخنیکي او لوژستیکي چمتووالی نیول شوی دی.
ویل کېږي، چې د الوتنو بیا پیل به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، تګ راتګ او سیاسي اړېکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
تر دې وړاندې، یادې الوتنې د ایران-امریکا د جګړې له امله ځنډول شوې وې، چې اوس یې بېرته پیل د سیمې د هوايي اړېکو د عادي کېدو نښه بلل کېږي.


















