اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د واخان دهلېز د سړک جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او د لومړي فاز ۶۰ سلنه او د دویم فاز ۷۴ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، لومړی فاز له بروغیل څخه تر بزای ګنبد پورې شاوخوا ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او تر روان کال پورې به بشپړ شي.

دویم فاز بیا له بزای ګنبد څخه تر د چین پولې پورې شاوخوا ۵۰ کیلومتره غځېدلی او د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په بودیجه تر ۱۴۰۵ کال پورې د بشپړېدو لپاره پلان شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button