د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په کابل کې د ریچارډ لینډزي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې شوي.

په دې کتنه کې لینډزي د پاکستاني پوځي رژیم وروستیو بریدونو له امله د تلفاتو په اړه خواخوږي څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمېدو او د باور جوړولو پر اړتیا یې ټینګار کړی.

ملا عبدالواسع د دغو بریدونو غندنه کړې او ويلي دي چې د ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو په نښه کول هېڅ ډول توجیه نه لري.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان د خپلې خاورې د دفاع حق لري او اسلامي امارت د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی دی.

ښاغلي عبدالواسع وویل:«د ملکي خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو په نښه کول هیڅ راز توجیه نه لري. موږ نه تجاوز کړی او نه هم د تاوتریخوالي پلویان یوو، خو د افغانستان له حریم، ځمکنۍ بشپړتیا او افغانانو څخه دفاع زموږ مسلم حق دی».

د برتانیې استازي هم د خبرو اترو او سیاسي حل پر اهمیت ټینګار کړی او د بشري مرستو د لېږد د اسانتیا غوښتنه یې کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button