کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به له ماتې سره مخ شي او واشنګټن به ونه توانېږي خپلې موخې ترلاسه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې سیمه کې د مقاومت محور ځواکونه د هر ډول احتمالي جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري او د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې به کلک دریځ خپل کړي. د هغه په وینا، ایران یوازې نه دی، بلکې د مقاومت پراخ محور ورسره ولاړ دی.
عبدالملک حوثي زیاته کړې، چې امریکا په تېرو کلونو کې په سیمه کې ګڼې ناکامۍ تجربه کړې دي او که بیا هم د جګړې لاره خپله کړي، پایله به یې لا درنه وي. هغه دا هم وویل، چې د سیمې ملتونه نور د بهرنیو فشارونو پر وړاندې نه تسلیمیږي.
نوموړي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې یو موټی شي او د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ګډ دریځ غوره کړي.


















