کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د سمندري ځواک سیاسي مرستیال محمد اکبر زاده ویلي، که متحده ایالات یو ځل بیا تېروتنه وکړي نو ایران به خپلې نوې پوځي وړتیاوې وکاروي.
نوموړي ویلي، د هر نوي برید په ځواب کې به ایران له ناڅاپي اقداماتو او نوو توانمندیو کار واخلي او ټینګار يې کړی چې تهران د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې چمتو دی.
محمد اکبر زاده خبرداری ورکړی، که امریکا بیا ناسمه محاسبه وکړي نو په سمندر کې به یې سترې بېړۍ په نښه شي.
هغه زیاته کړې، د واشنګټن د هر نوي برید په صورت کې به د مقاومت جبهې له ظرفیتونو هم استفاده وشي.


















