مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مزارشریف ښاروالۍ ویلي، د نهمې ناحیې د لوړپوړیزو ودانیو شاته د سړک د کانکریټ کولو چارې په رسمي ډول پیل شوې. دغه پروژه د ښاروالۍ د انکشافي بودیجې له لارې تمویلېږي.

د معلوماتو له مخې، یاد سړک ۸۴۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري او په ټولیز ډول د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې بشپړېږي.

د پیل په مراسمو کې د ښاروالۍ مسؤلینو وویل، د مزارشریف ښار د پراختیا لپاره د ګڼو انکشافي پروژو پلان لري او یوازې په راتلونکي کال کې به له ۳۰ څخه زیاتې نورې پروژې هم عملي شي، څو ښاري خدمات ښه او متوازن شي.

مربوطه مطالب

Back to top button