کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مرستیال مشر “علاءالدین بروجردي” د امریکایي ولسمشر “ټرمپ” وروستي ګواښونه «تشې باټې» بللي دي.
نوموړي ویلي: «هغوی پرته له هر ډول اقدامه اوربند وغځاوه، خو ټرمپ دې پوه شي چې موږ به هغه پرېنږدو.»
بروجردي ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به هېڅکله د هرمز تنګي کنټرول له لاسه ورنه کړي او دا ستراتیژیکه لاره به د هېواد تر بشپړ حاکمیت لاندې پاتې وي.
هغه زیاته کړې، چې ایران د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره هر ډول لازم اقدامات ترسره کوي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې به کلک دریځ خپل کړي.


















