کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کندهار ځايي مسؤلین وايي، د لومړي ځل لپاره له دغه ولایت څخه متحده عربي اماراتو ته د الوچو صادرات پيل شول چې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۲ ټنه الوچې صادرې شوې دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، ټولټال ۲۰ ټنه الوچې به د هوايي لېږد له لارې اماراتو ته صادرې شي او دا لړۍ به دوام ولري.
سرچينې زياته کړې، د دغو صادراتو ټول ارزښت څه باندې ۷۰ زره امريکايي ډالره ښودل شوی دی. ويل کېږي، دا صادرات د يوه خصوصي شرکت له لوري ترسره کېږي.


















