کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اسرائيلي پوځ ویاند ویلي، د لويديځې غاړې په سلواد سیمه کې د نظامي عملیاتو پر مهال دوه اسرائيلي عسکر ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، په جنوبي لبنان کې هم د مخکښې دفاعي کرښې په نږدې سیمه کې د حزب الله له لوري د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید له امله یو بل اسرائيلي عسکر ټپي شوی دی.


















