احمدي: په هرات کې حکومت ته تسلیم شوي کسان طالبان نه، بلکه غله او اختطافګر وو
قاري یوسف احمدي ویلي چې تسلیم شوی قوماندان او ډله یې طالبان نه، بلکه داختطافګرو دبانډغړي وو چي په غلاوو اوشوکو کي له ډیرپخوانه دمشهورو غلوحفیظ بلنداب اووحیدملګري وو.
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۳ فرید افغان)
تیره ورځ د هرات والي محمد اصف رحیمي رسنیو ته وویل چې د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د قوماندان محمد ایوب علیزي په مشرۍ د طالبانو یوه ۱۰ کسیزه تروریستي ډله حکومت ته تسلیم شوې چې په وران کارو فعالیتونو کې یې لاس درلوده.
رحیمي وویل؛ چې یادو کسانو ته د ایران هیواد پیسې او مهمات ورکړي و، ترڅو د ټاپي پروژې دپیل پر مراسمو بریدونه وکړي.
د هرات والي دا لویه لاسته راوړنه بللې وه او د ټاپي پروژې د پیل پرمهال یې د دوی تسلیمیدل اړین ګام بللی و.
بل پلو طالبانو بیا دا یو جعلي او تبلیغاتي هڅه بللې او ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي چې تسلیم شوی قوماندان او ډله یې طالبان نه، بلکه داختطافګرو دبانډغړي وو چي په غلاوو اوشوکو کي له ډیرپخوانه دمشهورو غلوحفیظ بلنداب اووحیدملګري وو.
احمدي زیاتوي؛ دوی په خپله هم د یادې ډلې وسلوال تر تعقیب لاندې نیولي و، ترڅو یې ونیسي او ولسونه یې له شر څخه خلاص کړي چې په وینا یې دادی اوس سره له څونوروغلو له “ فاسدې ادارې“ سره یوځای شول.
دا لومړی ځل نه دی چې حکومت د جعلي طالبانو له تسلیمیدلو څخه تبلیغاتي ګټه اخلي، تر دې وړاندې په ځلونو ورته هڅې شوې چې سیمیز خلک د طالبانو تر نامه لاندې د سولې له پروګرام سره یوځای شوي او حکومت ترې یواځې تبلیغاتي ګټه پورته کړې.



