که طالبان کمزوري وي بریدونه یې ولې زورور دي؟

خاموش
په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو قوماندان جنرال جان نیکولسن او افغان دفاع وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې یې د طالبانو پر خلاف پراخ عملیات وکړل او طالبان یې کمزوري کړل. د دوی په خبره، وروسته له دې به طالبان د تېر په څېر د بریدونو توان ونه لري.
د نیکولسن او دفاع وزارت د دعوو په اساس طالبان د هېواد په بېلابېلو برخو کې له منځه تللي شمېرل شوي دي. خو د دفاع وزارت په ادعا ”دې کمزورو“ طالبانو په هلمند کې پر افغان ځواکونو زورور بریدونه وکړل، چې د تلفاتو له امله یې له دفاع وزارته لار ورکه ده او هم د بهرنیو قواوو د قوماندان جنرال نیکولسن له خولې غږ نه پورته کېږي.
د مخه به امریکایي نظامیانو تبلیغ کاوه چې په واورین ژمي کې طالبان د بریدونو توان نه لري. د خپلو او افغان پوځونو حوصلې به یې په دې لوړولې چې طالبان په ژمي کې نه، بلکې یواځې په دوبي کې بریدونه ترسره کولای شي. خو اوس یې د هلمند په ولایت کې هر څه د سر په سترګو ولیدل.
په همدې کړنګ ژمي کې، د هلمند په ولایت کې د طالبانو زور او د حکومت کمزوري څرګنده شوه. د هلمند ولسي وګړو ته هم د وسله والو طالبانو په مقابل کې د حکومت د ناتوانۍ معلومات وشول. دا ورته څرګنده شوه چې په هلمند کې د دفاع وزارت مدیریت کمزوری دی، نه طالبان، چې بې سارې تلفات یې امنیتي پوځونو ته واړول.
د هلمند ولایتي چاروکي پر خپله کمزورۍ د پردې اچولو لپاره رسنیو ته وايي چې موږ په تهاجمي حالت کې یو، ځکه مو تلفات لوړ دي. حال دا چې، طالبان په تهاجمي حالت کې دي او دفاع وزارت د خپلو پوځونو د دفاع توان له لاسه ورکړی دی.
هغه چې دفاع وزارت د طالبانو کمزوری ښووله، امنیتي پوځونو ته یې د تلفاتو په اړولو خپل زور څرګند کړ.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د نا امنیو له امله څوک له کوره نه شي وتلای، یا یې غله او یا یې د لارو پر سر پوستې لوټوي. په هلمند کې حکومتي ځواکونه تراوسه پورې د لارو په امن کې د تېر په څېر پاتې راغلي دي؛ هغوی د تهاجم توان څرنګه پیدا کړ؟
د دفاع وزارت په وینا که طالبان کمزوري وي، بریدونه یې بیا ولې زورور دي؟ په هلمند کې د امنیتي ځواکونو تلفات پخپله دا حقیقت روښانه کوي چې طالبان نه، بلکې دفاع وزارت کمزوری دی، چې د خپلو ا منیتي پولیسو دفاع نه شي کولای او د تلفاتو شمېر یې په هلمند کې ټولې نړۍ ته څرګند شو. که طالبان کمزوري وي، دا بریدونه یې ولې دومره زورور شول؟



