فراه: طالبانو په بالابلوک کې لویه پوځي قرارګاه نیولې

طالبان داسې مهال د دې قرارګاه د نیولو خبر ورکوي چې څو ورځې وړاندې یې په دې سیمه کې ۵ امریکایي عسکر ووژل او ۲ تنه هم ټپیان وو چې په تعقیب یې امریکایانو د ملکي خلکو پرمیشت ځایونو بمبار وکړ چې تر ۲۰ ډیر ولسي وګړي، ښځې او ماشومان پکې ووژل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۵ فرید افغان)

راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کنسک سیمه کې لویه پوځي قرارګاه نیولې.
که څه هم دولتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی خو د سیمیزو سرچینو له قوله؛ قرارګاه په بشپړ ډول سقوط کړی او ګڼ شمیر عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د دولایت د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وایي چې برید لومړی د طالبانو یو نفوذي پولیس تر سره کړ او ۲۲ تنه پولیس یې ووژل چې بیا وروسته نورو کومکي طالبانو قرارګاه په بشپړه توګه ولجه کړه.

دهیواد په لویدیځ کې د ځانګړو قواوو ویاند مجیب الرحمان امین د قرارګاه سقوط مني او د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي.

طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي؛ چې په قرارګاه کې یې ۲۰عسکر وژلي او ۲ یې هم ژوندي نیولي دي.
طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې ۱ ټانک، ۱ رینجر، ۱۲ امریکايي ټوپک، ۵ راکټ، ۴ کلاشینکوفونه، ۱۱ پيکا ماشندار، ۴ بم افګن له زرګونه مهماتو سره نیولي دي.
طالبان داسې مهال د دې قرارګاه د نیولو خبر ورکوي چې څو ورځې وړاندې یې په دې سیمه کې ۵ امریکایي عسکر ووژل او ۲ تنه هم ټپیان وو چې په تعقیب یې امریکایانو د ملکي خلکو پرمیشت ځایونو بمبار وکړ چې تر ۲۰ ډیر ولسي وګړي، ښځې او ماشومان پکې ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button