امریکا درۍ میاشتې وروسته خپل سفارت بیت المقدس ته لیږدوي

امریکا ویلي چې خپل سفارت به د مۍ په میاشت کې چې د اسرایلي رژیم د ایجاد له اویایمې۷۰ کلیزې سره سمون خوري، په قدس کې پرانیزي

(کابل ټ کام ۱۳۹۶ کب ۵ فرید افغان)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په راتلونکې مۍ میاشت کې به خپل سفارت له تلابیب څخه د مسلمانانو لومړۍ قبلې، بیت المقدس ښار ته ولیږدوي او له دې سره به په دې ښار کې رسماً یهودان خپله پلازمینه پرانیزي.
امریکا ویلي چې خپل سفارت به د مۍ په میاشت کې چې د اسرایلي رژیم د ایجاد له اویایمې۷۰ کلیزې سره سمون خوري، قدس ښار ته ولیږدوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د اوس لپاره به د خپل سفارت پخاطر په بیت المقدس کې د قونسلګرۍ له ودانۍ کار واخلي خو د ۲۰۱۹ کال ترپایه به دا سفارت ځانګړې ودانۍ ولري .
د امربکا دې اعلان د فلسطینیانو غصه را پارولې، ځکه هغوی پر ۱۴ د مۍ چې د اسرایلو د منځته راتګ ورځ ده ماتم لمانځي او دا د لوی “مصیبت“ورځ بولي چې د دوی په وینا امریکا به داځل د فلسطینیانو دا غم نور هم زیات کړي.
د فلسطین د خپلواکې ادارې مذاکره کونکي مشر صایب عریقات ویلي امریکا مو په کامله بې تفاوتي سره په زخمونو مالګې دوړوي او موږ ته دمنلو نه ده.
ټرمپ د تیر ۲۰۱۷ په دسمبر میاشت کې بیت المقدس ته د خپل سفارت د لیږد اعلان وکړ او هغه یې رسماً د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه ومنله چې د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او د نړۍ د لر او بر مسلمانانو دا پریکړه ظالمانه، غیر عادلانه او د نه منلو وړ وبلله او د دې پریکړې غوڅ مخالفت وشو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button