(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۵ فرید افغان)
له هلمند څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت په مرکز او نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوځي مرکزونو دوه موټر بم بریدونه شوي.
د هلمند دوالي ویاند عمرځواک رسنیو ته ویلي چې نن سهار یو موټر بم برید د کارتګان سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه پوځي مرکز شوی چې له امله یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د تلفاتو د ارقامو په اړوند یې څه نه دي ویلي.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې؛ برید یې دسهار ۹ بجې د لښکرګاه په دوهمه حوزه کې د استخباراتو په یو مهم مرکز د موټر په وسیله ترسره کړی.
طالبانو په برید کې د لسګونو استخباراتي کسانو د وژلو ادعا کړې.
بل پلو؛ طالبانو خبر ورکړی چې د دې ولایت د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي په نامه قرارګاه باندې یې د شوبلې په مټ سرتیری برید ترسره کړی چې په خبره یې قرارګاه په ټولیزه توګه ویجاړه شوي، لسګونه تنه عسکر او پولیس چې وخت په وخت به يې له همدې ځای څخه د عملیاتو تابیا نیوله، وژل شوي او تر خاورو لاندې دي.
دولتي چارواکو ویلي چې په دې برید کې یې ګڼ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان دي.
په همدې ولسوالۍ کې طالبانو تیره شپه د کوچیانو اومالدارو سیمه کې په یوه کنډک او پوسته بریدونه کړي چې ۹ امنیتي ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې ادعا کړې.
بریدونه داسې مهال کیږي چې تیره ورځ یوه لویه ډله تازه دمي امریکایان هم کابل ته راورسیدل او امریکایي ځواکونو هم د جګړو د شدت خبر ورکړی دی


















