(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۵ فرید افغان)
سعودي عربستان اعلان کړی چې سږ ۲۰۱۸ کال به په ټول هیواد کې زرګونه د موسیقۍ پروګرامونه ترسره کړي ترڅو د بهرنیو سیاحانو توجه ور واړوي.
د فرانس پرس خبري اژانس تر مخه؛ سعودي غواړي په دې توګه خپل هیواد د یو منځلاري اسلام چې د لویدیځ دکلتور او هنر سره یو ډول جوړښت ولري، نړیوالو ته معرفي کړي چې له مخې به یې تر ډیره خپلې مالي سرچینې پر تفریحي پروګرامونو ولګوي.
سعودي غواړي چې سږکال ۵۰۰۰ کنسرتونه، فستیوالونه او نور هنري پروګرامونه پر لاره واچوي چې د تیرکال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي.
فرانس پرس اژانس ویلي ؛ سعودي ښاریان په کلنۍ توګه ۲۰ میلیارد ډالر په بهر کې پر تفریحي پروګرامونو مصرفوي چې اوس د دې هیواد مشران هڅه کوي ترڅو لږ تر لږه د ۵ میلیارد ډالرو پانګونه په کور دننه پر تفریحي مراسمو وکړي.
د سعودي د فرهنګي چارو مشر احمدالخطیب ویلي؛ چې هیواد به یې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې شاوخوا ۶۴ میلیارد ډالر پر تفریحي پروژو ولګوي چې په کې د اوپرا په نامه یو لوی سالون هم شامل دی چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به بشپړ شي.
سعودي وګړي د خپلو رخصتیو په ورځو کې تر ډیره بحرین، کویټ او اماراتو ته ځي اوس د ریاض چارواکو ویلي چې دا لړۍ به بدله کړي او د همدې هیوادونو اتباع به هم وهڅوي ترڅو سعودي ته چې په کامله توکه د سیکولریزم او منځ لاري اسلام پر لوري روان ده ور جلب کړي.
















