نعمان لطیف
غربیان د اذهانو د انحراف لپاره مختلفې لارې لري او تل کوښښ کوي په همدغو لارو خپل مخالفین بدنام او تورن کړي.
امریکایان زموږ له غمه مړه نه دي او نه دومره لیونیان دي چې زموږ د لالهانده او غریبانه ژوند دموډرن کولو لپاره دې تر دې ځایه له ټولو پوځي تجهیزاتو سره را وځغلي.
امریکایان دخپلو ګټو غم لیوني کړي دي او دا دومره ستر غوبل یې دهمدې لپاره پیل کړی دی.
امریکایان کوښښ کوي دټولو هغو پروژو مخه ډب کړي چې ګټه یې دوی ته نه وي او سوچه ملي پروژې وي.
جؤته بېلګه یې د مس عینک د استخراج پروژه ده چې تر قرارداد وروسته بیا هم د امریکایانو دناروا مداخلې له امله په ټپه ولاړه ده.
طالبانو دټاپې پروژې څخه دحمایت او ساتنې په اعلامیه کې دملت د هېښتیا په پار نغوته هم ورته کړې.
خبره مې دشپږ مخو منافقینو کوله؛ متل دی چې مېړه مړ کړه خو مېړانه یې مه وژنه. دټاپې پروژې دګازو نل لیکه چې د افغانستان له لارې به پاکستان ته تېرېږي، ددې بېچاره ملت د اقتصاد روغؤلو لپاره دطالبانو ستره اقتصادي پروژه وه خو هغه مهال یې هم د امریکایي ګټو له غمه لیونیو افغانانو مخه ډب کړه، او اوس چې بیا پرانستل شوه او طالبانو حمایت ترې اعلان کړ؛ شپږ مخو منافقینو چېغې پورته کړې چې وګورئ طالبان دټاپي له پروژې ځکه ملاتړ کوي چې ګټه یې پاکستان ته رسیږي.
دا او دې ورته خبرې او تورونه ددوی له خپلې خولې نه دي بلکې بادار یې ددوی له خولو راوباسي؛ دټاپي له پروژې دطالبانو حمایت ملي ارزښتونو ته دطالبانو رښتونؤلي ثابتؤي، ځکه امریکا دغو شپږ مخو منافقانو ته دنده سپارلې چې طالبانو پسې خولې وازې کړي.
که دوی دوطن او وطنؤالو له غمه مړه وای، په درقد کې دعمري په نوم دښارګوټي په نړؤلو ولې ګونګ ول؟
دا طبعي خبره ده چې هره لویه پروژه د څو هېوادونو مشترکه وي خو هر هېواد ته خپلې ګټې مخکښې دي
دټاپي پروژه همدغسې مشترکه پروژه ده او تر ټولو زیاته فایده یې زموږ هېواد ته ده، ځکه یې طالبانو دملاتړ ترڅنګ دساتنې ټټر هم وواهه.
شپږ مخي منافقان نه غواړي د افغانانو ترمنځ تربګنیتونه په مینه او محبت بدل شي او بیا په ګډه د اور بلې لمبې له خپله سره لیرې کړي.
ملا بسمل همدې شپږ مخو منافقانو ته په کتو وایی:
ددې وخت منافقین دوه مخي نه دي
په شپږ مخه څرګندېږي لکه خښتې
اوس هیڅوک له دې حقیقت انکار نشي کولی چې طالبان دملي ګټو، او ټولګټو پروژو ضد دي، طالبانو عملا ثابته کړې ده چې برسېره په دې چې دمګړۍ یې ټول ترکیز په جګړه دی، خو د جګړې ترڅنګ دملي ارزښتونو او منافعو څخه دفاع هم خپله وجیبه بولي.
شپږ مخي منافقان که هر څومره خولې وڅیري؛ دطالب او ولس ترمنځ د واټن زیاتؤلو په ټولو چلونه یې ولس اګاه او ګواه دی، او هغه وخت نږدې شوی چې افغان ولس خپلمنځي نفرتونه په مینه او ورورګلوۍ بدل کړي او شپږ مخي منافقان تور او سپېره مخونه له هېواده وشړي.

















