(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۵ فرید افغان)
طالبانو د تیر په څیر یوځل بیا له هیوادوالو او خپلو افرادو غوښتي چې د هیواد د ښیرازۍ او سمسورتیا په موخه دې د ونو، بوټو نیالګي کینوي.
د طالبانو د کرهنې او ذراعت ادارې ویلي؛ چې هیوادوال د خپل دیني او دینوی مکلفیت له امله اړ دي تر څو د خپل چاپیریال د سمسورتیا او د دیني حکم د توجه له امله د نیالګیو کینول پیل کړي.
د طالبانو د ذراعت ادارې په خپله اعلامیه کې د دې حدیث په استناد چې نبي کریم ص فرمایلي؛ (اوه شیان داسې دي چې اجر یې د بنده لپاره له مرګ وروسته چي دی په قبر کې وي هم جاري وي. څوک چې چا ته علم وروښيي، یا یو نهر/ ویاله جوړه کړي، یا څاه وباسي، یا نیالګی کینوي، یا مسجد جوړ کړي، یا قران کریم په میراث پریږدي او یا داسې زوی ترې پاته شي چې له مرګ وروسته ورته د بښنې دعا کوي)
په استناد سره ویلي چې “د عامو خلکو د ګټې او استفادې لپاره د خیریه کارونو کول یو مهم شرعي مسؤلیت دی چې باید هر مسلمان د خپل توان تر حده په کې برخه واخلي.“

طالبانو ویلي چې دوی د مسلح جهاد او د شریعت د نفاذ له هڅو سره سره د خپل مؤمن اولس د فلاح او ګران هیواد د ودانۍ او ښیرازۍ لپاره عمراني کارونه هم کوي او د ملکي خدماتو او ودانیزو کارونو لپاره یې ځانګړې ادارې جوړې کړي
دي .
طالبانو د خپل مشر د تیرکال پیغام ته اشاره کړې چې له مخه یې ګڼ شمیر هیوادوالو د هیواد په مختلفو نقاطو کې سلګونه زره نیالګي کینول او هیله یې ښودلې چې یوځل بیا به ولسونه د نیالګیو کینولو بهیر په ښه توګه پیل کړي .

















