صومالیا: ولمسشرۍ ماڼۍ ته نږدې دوه پرلپسې موټر بمونو ۴۵ کسان وژلي

د صومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې، د جمعې په ورځ، دوو موټر بم بریدونو نږدې ۴۵ کسان وژلي او ۳۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د صومالیا پولیسو رسنیو ته ویلي چې لومړۍ چاودنه ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې رامنځته شوه، بیا وروسته ډزې پیل شوې، لږه شېبه وروسته یوه بله چاودنه له یوه هوټل سره وشوه.

AFP
AFP

د چارواکو په خبره، له چاودېدونکو توکو بار موټر له امنیتي پوستې د تېرېدو هڅه کوله چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځان ورسوي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. د محمد عبدالحی په نوم یوه امنیتي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي چې په بریدونو کې د وژل شويو کسانو زیاته برخه پوځیان، د ولسمشرۍ ماڼۍ او چارواکو ساتونکي دي.

د الشباب جنګیالي
د الشباب جنګیالي

د القاعده اړوند الشباب جهادي ډلې د یادو موټر بمونه مسؤلیت منلی دی. یادې ډله په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بریدونو کې ۳۵ پوځیان او د دوی پنځه بریدکوونکي وژل شوي دي.

د الشباب په نوم جهادي ډله غواړي چې د صومالیا حکومت ته سقوط ورکړي. په ۲۰۱۱ز کال کې، د افریقايي اتحاد ځواکونو الشباب ډله له پلازمېنې وایستله، خو اوس هم د صومالیا پراخې سیمې په کنټرول کې لري او وخت ناوخت پر حکومتي او پوځي هدفونو بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button