چارواکي: پاکستان پر کنړ ۱۷۵ توغندي وار کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۸) د کنړ ولايت امنيتي مسئولین وايي، پاکستان يو ځل بيا د کنړ ولايت پر سرحدي سيمو لسګونه توغندي وار کړي دي.

د دغې ولايت د امنيې قومندانۍ وياند فريدالله دهقان رسنيو ته ويلي، له تېرې شپې راهيسې د کنړ پر داناګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسواليو ۱۷۵ توغندي توغول شوي دي.

د هغه په خبره، د دغې توغنديو د لګېدو له کبله چاته ځاني زيان نه دی اوښتی خو د مالي زيان په اړه وايي چې يو کور يې نړولی دی.

له ډېرې مودې راهيسې افغان چارواکي وخت ناوخت ادعا کوي چې د پاکستان له لوري د کنړ او ننګرهار ولايت په سرحدي سيمو توغندي وارېږي، خو تر اوسه پاکستان په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې هم د کنړ ولايت له يو شمير سرحدي سيمو څخه ځينې کورنۍ کډې شوې چې لامل يې د پاکستان له خوا افغان لوري ته د توغنديو توغول بلل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button