بلخ: د يوه قومندان په ګډون اوولس محلي پوليس طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۵) د بلخ ولايت په چارکيند ولسوالۍ کې د يوه قومندان په ګډون اوولس تنه محلي پوليس (اربکيان) له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، دغې اربکيانو د يادې ولسوالۍ د تندورک په سيمه کې فعاليت کولو او د مهم اربکي قومندان جان محمد او د هغه د مرستيال رحيم شاه په ګډ،ن اوولس تنه اربکيان د دولت له نظامي ليکو رابيل او طالبانو ته تسليم شوي دي.
په خبرپاڼه کې د تسليم شويو اربکيانو نومونه خپاره شوي او زياتوي چې دغې کسانو وسلې او مهات هم طالبانو ته ور وړي دي.
طالبانو د تسلمېدونکو دولتي منسوبينو، عسکرو او اربکيانو لپاره د دوعوت و ارشاد او جلب و جذب په نوم کمېسيون جوړ کړی چې وخت ناوخت د دوی په هلو ځلو ځينې دولتي پوځي او ملکي کارمندان طالبانو ته تسلمېږي.
وړمه ورځ هم د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې يو محلي پوليس له يوه فلډر موټر او پنځه ميله وسلې سره طالبانو سره يوځای شوی و.
تر دې مخکې هم د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د لسګونو پوليسو د تسلمېدو راپورونه ورکول شوي دي.



