(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۱) تېره شپه طالبانو د فراه ولايت په اناردرې ولسوالۍ حمله کړې ځايي سرچينې وايي چې نن سهار د طالبانو په لاس يادې ولسوالۍ سقوط کړی دی.
د فراه د ولايتي شورا غړو د طالبانو له لوري د امنيې قومندانۍ نيول تاييد کړي او ويل کېږي په دې حمله کې د دې ولسوالۍ د امنيه قومندان په ګډون لسګونه عسکر وژل شوي دي.
خو يوې بلې سرچينې ويلي، د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومانداني او شاوخوا امنيتي پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي او د اناردرې ولسوال، امنيه قومندان او د امنيت مدير لادرکه دي ښايي دوی هم پکې وژل شوي وي.
د ولايتي شورا غړی دادالله قانع وايي، تېره شپه طالبانو په ياده ولسوالۍ حمله کړې امنيه قومندانۍ يې نيولې او اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده که کومکي عسکر ونه رسېږي امکان لري چې ولسوالۍ سقوط وکړي.
خو يوې بلې سرچينې اريانا نيوز ته ويلي، ياده ولسوالۍ طالبانو نيولې او د دغې ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی دی.
تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ مرکز طالبانو نيولی، په ترڅ کې يې پنځلس پوليس وژل شوي، درې ټانګونه يو لنډکروزر او په زيات اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.


















