ایران: د ترکي الوتکې لوېدو پېښه کې يوولس تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۱) د ايران په سويل لويديځ کې ترکيې هېواد د يوې شخي الوتکې د سقوط پېښه کې يوولس تنه وژل شوي دي.

د ايران د بيړنيو حالاتو د ادارې وياند مجتبی خالدي وايي، الوتکه له متحده عربي اماراتو استانبول ښار ته پر لاره وه خو د ايران په کُرد ښار کې د هوا د خرابوالي له کبله له غره سره جنګېدلې او نسکوره شوې ده.

د خالدي په وينا، الوتکه ټوله سوځېدلې او د ژغورنې ډله د الوتکې د سقوط سيمې ته د رسېدو هڅه کوي.

د ترکيې د ترانیسپورت وزارت ويلي، الوتکه د بشاران پانګوال د کورنۍ اړوند وه او د هغه لور هم پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ایران کې د ترکيې سفير حاکان تکین د يوولس کسانو وژل کېدل تاييد کړي چې درې يې عمله او اته تنه يې مسافر دي.

تېره مياشت هم په ايران کې د اسمان شرکت اړوند يوې مسافر وړونکې الوتکې سقوط کړی و چې له کبله يې ۶۶ کسان وژل شوي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button