شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

کورنيو مطبوعاتو ته لنډه کتنه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 12, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
126
ځلې شریک شوی
87
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

په هيواد کې چاپېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې په سرمقالو کې تر ډيره د اشرف غني هغه خبرداري ته کتنه کړې ده، چې تيره ورځ يې د نادولتي/شخصي موسساتو د ملي غونډې په مهال ورکړ، اشرف غني په دې غونډه کې په نادولتي سازمانونو تور پورې کړ چې دوی ته د خپل درآمد او مصارفو راپور نه ورکوي، غني خبرداری ورکړ چې زرګونه هغه مؤسسات چې راپور ورکولو ته نه حاضريږي، دروازې به يې وتړي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

روزنامه افغانستان:

روزنامه افغانستان په خپله نننۍ سرمقاله کې د اشرف غني او نورو دولتي چارواکو په هغو سختو خبرو ليکل شوې چې د انجوګانو يا نادولتي سازمانونو په اړه يې د نادولتي مؤسسو په ملي غونډه کې کړې دي.

دا غونډه تېره ورځ دائره شوې وه، چې د اشرف غني او اقتصاد د وزير په شمول ځينو نور چارواکو پکې په غيردولتي مؤسساتو نيوکې وکړې او ويې ويل چې دوی د خپلو کارونو راپور له دولت سره نه شريکوي.

د سرمقالې ليکوال د دولت په اداري او مالي شعبو کې د فساد خپريدل د انجوګانو له امله بولي، دی وايي چې کله د طالبانو نظام ړنګ شو، په هيواد کې د انجوګانو شمير زيات شو، په لومړي سر کې په همدې انجوګانو کې مالي فساد بروز وکړ چې بيا يې دولتي اداري او مالي شعبو ته سرايت وکړ.

مقاله وړاندې ليکي چې د ځينو احصائيو له مخې په تېرو کلونو کې ۷۰ سلنه خارجي مرستې د انجوګانو او نادولتي سازمانونو لخوا مصرف شوې او ۳۰ سلنه يې دولت او دولتي نهادونو خرچ کړې دي، په دې ترتيب انجوګانې د فساد، فقر او بې کاري په عامېدو کې مهم نقش لري. په دې بنا په هيواد کې د نادولتي مؤسساتو تجربه کاملا ناکامه او ناموفقه تجربه ده، ښايي په ځينو برخو کې کاميابې ختلې وي خو هغه څه چې اوس يې وينو، په مکمل ډول د نادولتي مؤسساتو ناکامي او شکست دی.

د ليکوال په بارو، اوس چې حکومت دې مسئلې ته توجه کړې ده، ډيره ښه ده او بايد په اساسي توګه له دې پديدې سره برخور وشي، تر څو د بيا لپاره د بيت المال د مصرف له طريقه له فقر او فساد سره مخ نه شو.

ويسا:

ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امريکا تر ټولو اوږدې جګړې ته کتنه کړې او ليکلي يې دي چې په هيواد کې مو د امريکا د جنګي ماموريت ۶ زره ورځې پوره شوې او يا په بله معنی امريکايي پوځيان له ۶ زره ورځو راهيسې زمونږ هيوادوال وژني.

ليکوال وايي د دې اوږدې جګړې لپاره د د دوى دلايل په افغان په فساد كې ډوب حكومت، كمزوري مشران، د مخدره توكيو مافيا، طالب، ترهګرې ډلې، د پاكستان استخبارات او پوځ او د سيمې په كچه توندلارې اسلامپالې ډلې دي.

مقاله ليکي چې د لويديځو رسنيو او د امريکايي سياسيو کړيو دغه خبرې نه يوازې د هغوی ولسونه د جګړې لپاره استدلال او منطق مني، بلکې د غربي ځواکونو په وحشتونو کې زمونږ د ځپل شوي ولس په منځ کې هم داسې خلک شته چې په دې منطق باوري دي. دوى همدغسې فكر كوي چې د بي ۵۲ او بې پيلوټه الوتكو سيورى پر موږ د رحمت سيورى دى. هره ورځ چې د لسګونو تنو د وژل كېدو خبرونه اوري، فكر كوي چې دا هم زموږ د خير لپاره ده، د يوه په ضمير كې دغه پوښتنه راپورته نه شوه چې ولس مو د ښكېلاك تر يرغل لاندې دى او موږ د پردۍ جګړې خس او خاشاك يو

ليکوال د مقالې په وروستي پارارګراپ کې د ولس غږ بدرګه کړی: (ذکر شوي لاملونه به زموږ د هېواد او سيمې په بدمرغيو كې بېشكه لږ او ډېر رول لري، خو اصلي لامل امريكا او ناټو دي چې دلته يې زموږ له حماقتونو څخه ګټه پورته كړې، هم يې زموږ پر ولس غلام ذهنه لوري مسلط كړي او هم د خپلو وحشتونو پړه پر همدوى ور اچوي. هم يې په لوى لاس د فساد مافيا زموږ د ولسونو پر برخليك سپره كړې او هم د جګړې د دوام لپاره له همدوى نه سياسي فتواوې اخلي. په موږ كې ډېرې غلطۍ، كمزورۍ او بې كفايتۍ دي، خو تر ټولو لويه مو دا ده چې د پرديو وحشتونو ته د دوام لارې برابروو. كه دغه غلطۍ ته دوام وركړو د بشپړې بربادۍ كندې ته به خامخا لوېږو.

اطلاعاتو رزو:

اطلاعات روز ورځپاڼې هم په هيواد کې د نادولتي سازمانونو په لومړنۍ ملي غونډه کې د اشرف غني خبرو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

ليکوال وايي چې د اشرف غني دا خبرداری چې ويل يې (زرګونه مؤسسات چې راپور ورکولو ته اماده نه دي، دروازې به يې ورته وتړي) د توجه وړ دي. د ليکوال په اند په دقت سره د دې نهادونو ارزيابي او کلنی راپور ترې غوښتل کولی شي له فساد سر د مبارزې او د شفافيت د تأمين په برخه کې مرستندویه ثابت شي.

ليکوال د مقالې په پای کې د دغو نهادونو مالي تفتيش او د درآمد ارزيابي کول يې ښه بولي، خو وايي له دې سره بايد دا هم له نظره ونه غورځول شي چې دغه نادولتي سازمانونه د هيوادوالو د مهمو اړتياوو لپاره ضروري دي او له فساد سره مبازره نبايد د دې نهادونو د تړلو لپاره حربه وګرځول شي.

مخکینې مطلب

ملي دفاع وزارت: په فراه او نیمروز کې ۲۲ د ملي اردو سرتیري وژل شوي

بل مطلب

د اندونیزیا علماء: د طالبانو په وضاحت ليک غور کوو

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com