(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د سقوط او دطالبانو له خوا په نیمروز کې د یوې پوستې د نیولو په پیښو کې ۲۲ سرتیري وژل شوي.
وزيري په دواړو ولایاتو کې په ځانګړې توګه د تلفاتو کره شمیره نه ده څرګنده کړې خو ادعا یې کړې چې په دواړو ولایتونو کې یې لسګونو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې.
پر همدې مهال د فراه ولایتي ادارې خبر ورکړی چې د ولسوالۍ د سقوط له کبله تر ۱۰ ډیرو ځواکونه وژل شوي اوګڼ نور ټپیان دي.
آخوا د نیمروز ځایي چارواکي هم مني چې په سقوط شوې پوسته کې تر ۲۰ ډیرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په فراه کې یې د ولسوالۍ د سقوط په پیښه کې ۱۵ عسکر وژلي او ګڼ مهمات یې ولجه کړي.
طالبانو همداراز ادعا کړې چې دنیمروز دلارام په حاجي وزیر کلي کې یې یوه لویه پوسته نیولې ۲۵ عسکر یې وژلي او له کومکي ځواکونو سره یې هم درنه جګړه کړې.
طالبانو همداراز خبر ورکړی چې د همدې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې یې یوه پوسته نیولې ۱۰ عسکریې وژلي او ګڼ مهمات یې ترې نیولي دي.
بل پلو طالبانو د فراه ولایت د فرارود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دو پوستو د نیولو او همداراز د غزني په جغتو کې یې د یوې پوستې د نیولو خبر هم ورکړی.
تر اوسه نه د اړوندو ولایتونو چارواکو او نه هم د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې تړاو کوم سپيناوي کړی دی.


















