(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۲ فرید افغان)
د امریکا په کانګرس کې د کلیفورنیا استازی او ټرمپ د ګوند اړوند جمهوري پال سناتور «دینا روارباکر» وایي؛ د ټرمپ د ستراتیژۍ له امله د روانې جګړې ګټل د امریکا له وس پورته خبره ګرځیدلې.
نوموړی وایي؛ لاهم د امریکا سیاست هغه ډول نه دی چې روان وضعیت کنترول کړي.
باکر زیاتوي؛ طالبان هم سولې ته نه اماده کیږي ځکه چې په وینا یې هغوی د امریکا سره چې دوی یې د جنګ عامل بولي مخامخ سوله غواړي.
یاد سناتور وویل؛ د ټرمپ د ستراتیژۍ له امله په افغانستان کې د امریکا ټول پلانونه له خنډ اوځنډ سره مخ دي او د روان تاوتریخوالي د پایښت له پاره هیڅ حل لاره نه لري.
ځینې کارپوهان وایي؛ امریکا په لوی لاس غواړي افغان جګړه خونړي او پیچلي پړاو ته بوځي تر څو دوی ته د اوږدمهالي نظامي شتون لپاره زمینه برابره شي
















