عراق: د امريکايي چورلکې د لويدو په پیښه کې ۷ پوځیان وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۵ فرید افغان)
راپورونه وایي چې؛ د عراق په لویدیځ ښار “القائم“ کې یوه امریکایي چورلکې سقوط کړی چې له ټولې عملې سره له منځه تللې.
امريکا ويلي؛ دا هلکیوفتر د Hhpu هاک په نامه د پوځ ځانګړې چورلکه وه چې امریکایي پوځیان یې ليږدول.
معلومه نه ده چې الوتکې څنګه سقوط کړی خو په هکله یې د څیړنو خبر ورکړل شوی.
امریکا ویلي؛ په الوتکه کې ۷ پوځیان و، چې احتمال لري ټول وژل شوي وي.



