(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۶) د افغانستان د دفاع وزارت وايي، سرحدي ځواکونه دې د پاکستان د راکټي بريدونو په ځواب کې متقابل اقدام وکړي.
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيو ته ويلي، سرحدي ځواکونه له دفاع وزارت څخه د امر اخيستلو ضرورت نه لري او هغوی ته اجازه ورکړل شوې چې هر وخت د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو ځواب په متقابلو بريدونو ورکړي.
د دولت وزيري په خبره: “افغان ځواکونو ته ويل شوي چې له هرې خوا چې حمله کيږي، ورته ځواب دې ورکړي، هېڅ ډول امر ته اړتیا نه لري او بايد حملو ته متقابل ځواب ووايي.”
وړمه ورځ د کونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان ويلي و، چې د پاکستان له لوري پر دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ولسواليو ۸۳ توغندي توغول شوي دي.
په عين حال کې د کونړ د والي مرستيال ګل محمد بېدار هم د جمعې په ماښام د پاکستان له لوري پر دانګام ولسوالۍ د توغنديو توغول کېدو خبر ورکوي چې له کبله يې يو کس ټپي شوی او لسګونه کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي خو نوموړي د سرحدي ځواکونو له لوري د متقابل غبرګون په اړه څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت د کونړ او ننګرهار چارواکي د پاکستان له لوري د راکټونو توغولو خبر ورکوي خو تر اوسه پاکستان په دې اړه هيڅ نه دي ويلي.


















