کابل کې موټربم چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۶) امنيتي چارواکي وايي، نن سهار د کابل ښار نهمې حوزې اړوند سيمه کې موټربم چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي، دغه چاودنه د فراډو موټر په واسطه نن سهار د نهه بجو په شاوخوا رامنځته شوې ده.

د رحيمي په خبره، حمله کوونکي غوښتل چې خپل موټر د بهرنيو ځواکونو مرکز ته داخل کړي او بيا چاودنه ورکړي.

دغه راز د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد وايي، چاودنه کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

روغتيايي مسئولینو د څلور تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی خو اريانا نيوز ته يوې سرچينې ويلي چاودنه کې دوه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د چاودنې مسئوليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.

تر اوسه په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button