تميم توفيق
کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې په سرمقالو کې په مختلفو موضوعاتو خبره کړې ده، چې دلته يې لنډ غورچاڼ درسره شريکوو.
ويسا:
ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د اسماعيل خان په هغه خبره ليکل کړي چې په هرات کې يې د کب د ۲۴مې په غونډه کې کړې وه، نوموړي ويلي و چې که طالبانو له حکومت سره په مذاکراتو پوښتنې لري نو د جهاد له لويې کورنۍ سره دې خبرې وکړي چې په هيواد کې روانې جګړې په ګډه ختمې شي.
د مقالې ليکوال پوښتنه کوي چې د مجاهدينو په ثتب شويو سترو کارنامو او د افغان اولس د جهاد پر عظمت او حماسه بله خبره نشي کيدای، خو دغه حماسه او برميال جهاد ولې په غميزو بدل شو. دې پوښتنې ته د ليکوال ځواب دا دی چې د بهرنيو توطيې او د جهاد د علمبردارانو د اقتدار او هوس اور د دې سبب شو چې د اولس بېسارې حماسه په غميزه واوښته، چې وروسته طالبانو دوی هم يو په بل پسې جارو کړل. (د جهاد لويه كورنۍ له دننه څخه يو د بل پر خلاف ښكېل شوه، كه نه امريكا او ناټو ته څه مجال و چې زموږ پر هېواد را وبلوسي او وحشتونو ته دوام وركړي)
ليکوال په دې باور دی چې مجاهدين تر اوسه پورې په خپلو کې اتحاد نه لري، دی پوښتنه کوي چې ايا په نظام کې دننه مجاهدينو په رښتيا د هيواد د برم او پرتم هيله لري او که د خپل ګټو په خاطر د امريکا او ناټو د قراردادونو د ترلاسه کولو په سياليو مصروف دي. (دوهم دا چې طالبان له حكومت سره په دې دليل خبرې نه كوي چې د پرېكړې واك نه لري. دغه دليل كه موجه دى یا نه، خو آيا د جهاد لويه كورنۍ د هېواد د برخليك په باب خپلواكې پرېكړې كولاى شي؟)
روزنامه افغانستان:
دغې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې له طالبانو سره د اشرف غني د سولې د پيشنهاد په اړه خبره کړې او ويلي يې دي چې د سولې دغه طرحه د ناټو په شمول د ګڼو نورو هيوادونو لخوا استقبال شوه او له دې طرحې د ملاتړ له اعلن سره يې په مخالفينو غږ وکړ چې له قيد و شرط پرته دې يې ومني او له دولت سره دې خبرې پيل کړي.
ليکوال پرته له دې چې د امريکايي اشغال اړوند د نورې نړۍ د ليکوالو او شناندانو نظر راواخلي، ويلي دي چې دغه طرحه په روښانه شکل له مخالفينو سره د سولې چوکاټ برابر کړی او دوی ته د دولت واضح پيشنهادونه ارائه کوي.
د ليکوال په فکر دغه طرحه له پخوانيو هغو ډير تفاوت لري او له سياسي منطق څخه برخورداره ده. دا طرحه په ملي رجحاناتو کې د دولت صداقت څرګندوي او د يو ټول خوښي او په عدالت ولاړ نظام د رامنځته کولو په لاره کې د دولت د جدي ادارې ښکارندويي کوي.
۸صبح:
هشت صبح ورځپاڼې د سږ کال راروانې مردم شمارۍ ته کتنه کړې او ويلي يې دي چې په دولت کې د د احصائيې مرکزي اداره شفافې سرشماري ته نه پرېښودل کيږي.
مقاله ليکوال وايي د دغې ادارې عقلانيت دا ايجابوي چې د احصائيې په سازمان کې د سرشماري متخصصين استخدام شي او لازم سهولتونه ورته برابر شي، ترڅو د خلکو دقيقه شماره د عمر، جنسيت او د اوسيدو د ځای له تفکيک سره ثبت شي، خو متأسفانه سياسي مصلحتونه د دې سبب شوي چې د دولت رئيسان د احصائيې ادارې ته اجازه نه ورکوي چې خپل کار د سياسي او قومي اغراضو په نظر کې نيولو پرته انجام کړي.
د طالبانو له سقوط وروسته چې په هيواد کې امنيت ښه و، هم دغې ادارې ته د کار د پيل او دقيقې شمارې اجازه ونکړل شوه، نه د کرزي او نه هم د ملي وحدت حکومت د کار اجازه ورکوله، هغه مهال هم له مردم شماري د دولت د ځان ساتلو سياسي انګيزه لرله.
د راپورونو له مخې اوس بيا ارګ غواړي له يوې غير عملي لارې سرشميرنه وکړي، د هيواد د نفوس دغې سرشميرنې ته د (هوايي) نوم ورکړل شوی، معلومه خبره ده چې هوايي سرشميرنه هم سياسي انګيزه لري، چې هدف يې په هيڅ وجه ابادي، توسعه او خدمت نشي کيدای.
ارګ سره له دې چې د هوايي سرشميرنې په اړه ډير راپورنه نشر شوي، تر اوسه يې په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی، چې دا سکوت به يې (د ليکوال په اند) د افغانستان د قومونو تر منځ فاصله له پخوا ډيره سخته کړي.


















