کابل ټکی کام ۱۷لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د ايران د روغتيا وزارت مرستيال علي اکبر سياري وایي، د دې هيواد جنوب غرب لور ته په تېرو ۳ اونيو کې په دوه ولايتونو کې د انفلونزا له امله لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي دي.
د ايراني رسمي خبري اژانس ارنا له مخې سياري خلکو ته خبرداری ورکړی، چې شايد “H1N1” وايروس د پلازمېنې تهران په ګډون نورو سيمو ته هم خپور شي، د هغه په وينا «د روغتيا وزارت تمه لري، چې وايروس به په راتلونکو ورځو کې پلازمېنې تهران، د اذربايجان ختيځ او لويدځ لور او کرمانشاه ولايتونو ته له بل هر ځايه ډېر خپور شي.
ايران کې دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوې، چې د روغتيا نړيوالې ادارې د اسيا په غرب کې د ياد وايروس له ډېروېدو ويلي دي، يادې ادارې قطر، عمان او بحرين هم ياد کړي دي.


















