کابل ټکی کام ۱۷لېندي/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دولتي چارواکو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې تېره ورځ له غرمې وړاندې د نیمروز ولایت د مرکز او خاشرود تر منځ مینار نومې سیمه کې د پولیسو پر رېنجر موټر باندې بمي چاودنه وشوه.
د ولتي چارواکو یې د پایلې په هکله ویلي دي چې د دغه ولایت د پولیسو یو نوموتی قومندان عبیدالله اوزبک وژل شوی او ۳تنه نور پولیس ټپیان دي.
قومندان عبیدالله ازبک د دغه ولایت د مرکز زرنج او دلارام ولسوالۍ ترمنځ د لویې لارې پر سر یو نوموتی او پېژندل شوی قومندان وو.


















