سوريه: غوطه کې له تېرو درې اوونيو راهيسې ۹۰۰ ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۶) د راپورونو له مخې د سوريې په عفرين او غوطه سيمه کې لا هم د ترکيې او د روسيې ځواکونو په مرسته د سوري ځواکونو عمليات روان دي چې له کبله يې زرګونه کسان نورو سيمو ته کډه شوي او سلګونه نور وژل شوي دي.

په برتانيا کې د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، پرون  د کفربطنا په سيمه کې په بمبارۍ کې د شپږو ماشومانو په ګډون شپږڅلوېښت مليکان وژل شوي دي.

يادې سرچينې په خپلو وروستیو راپورونو کې ويلي، په غوطه سيمه کې له تېرو درې اوونيو راهيسې د روسيې او سوري ځواکونو په هوايي بريدونو کې نهه سوه ملکيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګرو ملتونو ويلي، د سختو بمباريو او جګړو له کبله له غوطې سيمې شپاړلس زره او له عفرين سيمې پنځوس زره کسان وتلي دي.

د سوريې په عفرين کې ترکي ځواکونو د کرد وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي او پر غوطه سيمه د روسي ځواکونو په ملتيا سوري ځواکونه عمليات کوي.

د روسيې دفاع وزات ويلي، له پرون راهيسې له ختيځې غوطې دوه زره کسان وتلي خو په ملګرو ملتونو کې د سوريې سفير بشارالجعفري وايي يواځې وړمه ورځ له ختيځې غوطې څلوېښت زره کسان وتلي دي.

په سوريه کې ختيځه غوطه د وسله والو او حکومتي ځواکونو د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېږي.

د تېرې فبرورۍ مياشتې په وروستيو کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سوريې په غوطه سيمه کې د اوربند يوه هوکړه لاسليک کړه خو روسيې او د سوريې حکومتي ځواکونو اوربند مات کړ او په سيمه کې يې خپلو عملياتو ته دوام ورکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button