د عبرت ۳ فلم په نشر طالبانو د پوځي روزنې دوديزې پولې ماتې کړې

عاصم انصار
لکه څنګه چې بهرني ځواکونه د ګډ حکومت د پوځي او امنيتي ځواکونو په پوځي روزنه زيات ټينګار کوي ، طالبانو هم خپلو ليکو ته د ځوانانو د جلب او جذب هڅې توندې کړي او د پوځي روزنې په برخه کې يې پر دوديزو لارو سربيره نوو لارو ته هم مخه کړې . دا نوې لارې د تبليغاتي برنامو له لارې خپلو ځواکونو ته د پوځي روزنې وړاندې کول دي . دوی له دې لارې نوي نوي تکتيکونه او نوی رزمي فکر غواړي چې خپلو افرادو ته وړاندې کړي .
د عبرت ( 3 ) په نوم د طالبانو نوی خپور شوی فلم چې د طالبانو په رسمي سايټ او ټولنيزو شبکو کې ډير ښکته پورته کيږي د روزنې په برخه کې د طالبانو د نوې تګلارې يوه ښه بيلګه ده . په دې فلم کې طالبانو خپل افراد د خپلو غليمانو د چارواکو او قوماندانانو هدفي وژنو ته رابللي او هدفي عمليات يې د بري د يوې اغيزمنې کړنې په توګه ورته په ګوته کړې دي .
د دې تر څنګ يې په دې فلم کې عملاً د هدفي وژنو تکتيکونه او چلونه ورته ښودلي او تمثيل کړيدي او د هيواد په بيلابيلو ښارونو کې يې د هدفي بريدونو ژوندۍ صحنې چې په ډير مهارت له نيږدې څخه انځور شويدي هم راوړې دي .
د نظامي چارو د کتونکو له نظره د طالبانو نوې تګلاره د پوځي روزنې په برخه کې ډيره آسانه او ارزانه لاره ده ، طالبان په دې توګه کولای شي خپلو افرادو ته په آساني نوی فکر ، نوې روزنه او نوې روحيه ورکړي او د عبرت (3) فلم په ترڅ کې کومه غوښتنه چې طالبانو له خپلو افرادو څخه هدفي بريدونو ته د زياتې توجه په برخه کې کړې دا هم د ګډ حکومت چارواکو ته زياتې انديښنې پيدا کولای شي او د ګډ حکومت امنيتي چارواکي زيات ننګولای شي .
سربيره پر دې طالبانو د هدفي بريدونو لپاره د شرعي فتوی په موجوديت د زيات اصرار او په دې بريدونو کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په اړه په څرګندونو سره کوشش کړی چې هم خپلو بريدونو ته مشروعيت ورکړي او هم د ولس زړونه تر لاسه کړي او د دوی د بريدونو په اړه د ګډ حکومت تبليغاتو ته يو ډول ځواب ووايي، خو دا به په راتلونکي کې معلوميږي چې طالبان څومره د هدفي بريدونو په پلي کولو توانيږي او د ګډ حکومت امنيتي چارواکي يې څومره په مخنيوی کولای شي .



