فارياب کې یو قومندان له سل ميله وسلو سره طالبانو ته ورغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۶) د فارياب ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې د يوې سترې سيمې زرګونه خلک له طالبانو ملاتړ اعلان کړ.
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي وايي، د ګرزيوان د دريزک د سيمې څلور زره کورنيو د دوی ملاتړ اعلان کړی.
د احمدي په خبره، د يادې سيمې مشري د قومندان غلام نبي په غاړه وه او د يوځای کېدو پر مهال يې طالبانو ته سل ميله وسلې هم سپارلي دي.
د ګرزيوان ولسوالۍ شاوخوا درې کاله مخکې طالبانو نيولې وه چې بيا بيرته يې دولت د نيولو ادعا وکړه.
اوس مهال د ګرزیوان ولسوالۍ په ډيره برخه خاوره طالبان واکمن دي.



