طالبانو د ځينو سیمو د ورسپارلو په نوم دهیواد د ممکنه تجزیې کلک مخالفت کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۶ فرید افغان)
طالبانو هغو ګنګوسو ته سخت غبرګون ښودلی چې په دې وروستیو کې د حکومت او ځینې کړیو له خوا د یوشمیر سیمو د ورسپارلو وړاندیز شوی و.
د حکمتیار په ګډون یو شمیر سیاسي ډلو څه موده وړاندې ویلي و؛ چې ولسمشر ورسره منلې ترڅو طالبانو ته ځینې سیمې د امن ساحو په نوم وروسپاري تر څو له هغه ځایه په ډاډمنه توګه د مذاکراتو لړۍ مخته یوسي.
طالبانو دا د بهرنيانو له خوا جوړه شوې دسیسه بللې او ویلي یې دي چې د هیواد د تجزیې ورته جوړې شوې طرحې یې د تنظیمي جګړو پر مهال په نویمو کلونو کې هم خنثا کړې او تر دې وروسته به یې هم پلي کیدو ته اجازه ورنه کړي.
طالبانو ویلي، چې د هیواد لوی اکثریت واکمني یې په لاس کې ده او په خبره یې چې “د پاته سیمو ازادي او ولایتونه هم له چانه په خیرات کې نه غواړي، نه یې کله دا سې غوښتنه کړی، نه به یې وکړي او نه هم دا ډول طرحې ورته د منلو وړ دي.“
طالبانو پر ولسونو غږ کړی چې دلته د هر قوم او توکم اوسیدونکي افغانان دي او دا چې د دښمنانو د دغو تخریبي هڅو په مقابل کې د خپل ملي او دیني وحدت په ساتلو سره د هغوی د تجزیه غوښتونکو دسیسو ښکار نشي.
طالبانو د کابل او بلخ موضوع ته په اشارې سره ویلي چې دا هم د بهرنيانو یوه پټه تجزیوي هڅه ده چې ترسره کوي یې.
د اهمیت له پلوه دا اعلامیه کټ مټ نشروو
د هیواد د يوموټي ساتلو په اړه د اسلامي امارت موقف:
په دې وروستیو کې د ځينو جهتونو لخوا د یوموټي افغانستان د تجزيي سازشي شعارونه اوریدل کیږي.
دا سازشي شعارونه او دسیسې د اشغالګرو امریکایانو د اشغال د دوام او د څو خرڅ شویو څيرو د واکمنیدو نتیجه ده چې غواړي زمونږ یوموټي هیواد یوځل بیا د تجزيې له خطر سره مخ او په سیمه کې خپل شوم پلانونه عملي کړي.
د دغو تخریبي هڅو امتداد له هغه راهیسي پیل شوی چې کله د شوروي یرغل په مقابل کې د افغانانو جهاد کامیاب او د اسلامي حکومت جوړیدو ته زمینه مساعده شوه، هغه مهال هم د اجنبي هیوادونو د پټو توطیو په نتیجه کې د تنظیمي جګړو په پیلیدو سره هیواد د تجزیې له خطر سره مخ کړل شو.
خو لله الحمد چې د افغان ولس ویښو علماء کرامو او دیني طالبانو د خپل مؤمن اومیړني ولس په مرسته د دغه شوم پلان په وړاندې د اصلاحي پاڅون په پیلولو سره د الله په نصرت وکړای شول چې له هیواد څخه ملوک الطوائفي ختمه، ټوپکسالاران او د شروفساد ډلې محو او د هغوی په وجود کې را منځته شوې د هیواد د تجزیې ټولې دسیسې شنډې کړي.
نن یوځل بیا یرغلګرو امریکایانو د خپل اشغال تر سیوري لاندې افغانستان د ملوک الطوائفي په لورسوق کړی، د هیواد په مختلفو ساحو کې يې د قدرت جزيرې جوړې او د خپلو تبلیغاتي رسنیو په مټ یې د افغانستان د ویشلو ډنډورې تودې ساتلې دي.
د اقتدار تقسیم، د چوکیو قبضه کولو او نورو امتیازاتو ترلاسه کولو ته د قومونو او سمتونو په نامه خلک پاروي، حتی د اسلام او افغان بشپړ اتفاقي، اصطلاحات یې جنجالي او متنازع فیه وګرځول، ولایتونه او کابل یې په جنګ سره واچول او اوس یې دا د خندا وړ ډنډوره هم پیل کړې چي اسلامي امارت ته دي یو شمیر ولایتونه وسپارل شي.
اسلامي امارت دا ډول دسیسي او د هغې ناعاقبت اندیشه توظیف شوي ډنډورچیان په کلکه غندي.
اسلامي امارت د هیواد د یوموټیتوب په اړه خپل ثابت اوښکاره دریځ لري، د هیواد په اکثریت ولایاتوکي هغه که د شمال دي که د جنوب، که شرقي ولایات دي که غربي د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو په نسبت زیاتې سیمې په خپل کنترول کې لري، د پاته سیمو ازادي او ولایتونه هم له چانه په خیرات کې نه غواړي، نه یې کله دا سې غوښتنه کړی، نه به یې وکړي او نه هم دا ډول طرحې ورته د منلو وړ دي.
اسلامي امارت د افغان مجاهد ولس په استازیتوب امریکايي اشغالګرو او د هغوی حمایتي جهتونو او افرادو ته په ټینګه اخطار ورکوي چې اسلامي امارت به د الله په نصرت او د خپل مجاهد ولس په ملاتړ د دغو سازشي پلانونو داسي مقابله کوي لکه په تیره نویمه لسیزه کې يې چې وکړه او هیچاته به د خپل متحد هیواد د ویشلو اجازه ورنه کړي.
اسلامي امارت په خپل یوموټي ملت هم غږ کوي چې د دښمنانو د دغو تخریبي هڅو په مقابل کې د خپل ملي او دیني وحدت په ساتلو سره د هغوی د تجزیه غوښتونکو دسیسو ښکار نشي، دلته د هرې ژبې ویونکي او د هر قوم او توکم اوسیدونکي افغانان د خپلو دیني او ملي مشترکاتو په لرلو سره یو د بل وروڼه دي او هر څوک چې په هرنوم او پلمه د وروڼو افغانانو ترمنځ بیل والی راولي هغوی د پردو تطمیع شوي مزدوران دي.
اسلامي امارت په دې متیقین دی چې که خدای کول نور د اشغالګرو او د هغوی د تجزیه پلوه عناصرو د ناکامي شیبې را لنډې شوې او د هیواد د اشغال تر پایته رسیدو وروسته به که خدای کول همدغه مخربین او د هغوی تخریبي پلانونه له منځه ولاړشي او ټول هیواد او په هغه کې یوموټی مسلمان ملت به یې له ټولو خطرونو او ضررونو څخه وژغورل شي، ان شاء الله (… وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (10) الانفال)
.والسلام
د افغانستان اسلامی امارت
۲۹/۶/۱۴۳۹هـ ق
۲۶/۱۲/۱۳۹۶هـ ش ــ 2018/3/17م



