(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۶ فرید افغان)
له کندهار څخه راپورونه وایی؛ چې د دې ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند د عبدالله کلي کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان موټر بم برید شوی.
سیمیزې سرچینې وایی؛ برید د بهرنيانو هوایي ډګر ته څیرمه داسې مهال شوی چې هغوی په سیمه کې په ګزمه بوخت و.
د کندهار د امنيي قومندانۍ ویاند ضیا دراني وویل؛ په پیښه کې د رومانیایي ځواکونو ټانګونه تخریب شوي او یو ماشوم ژوبل شوی.
ځایي سرچینو هم د بهرنیانو د دوټانګونو د تخریب خبر ورکړی او د اوښتې مرګ ژوبلې څخه یې ناخبري ښودلې.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې؛ سرتیري برید کې یې ۲ امریکايي ټانکونه تخریب، او په کې سپاره ټول “اشغالګر “عسکر یې وژلي.
د یادونې وړ ده چې دا دنن ورځې دوهم خونړی برید دی چې پر بهرنيانو تر سره کیږي، تر دې څو شیبې وړاندې په کابل کې هم د یوموټر بم برید له امله بهرنیو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته .
د طالبانو د ادعا ترمخه په هغه برید کې یې چې دخپلو دقیقو استخباراتي معلومات پراساس یې ترسره کړی له ۶ تر ۱۰ امریکایان وژلي او دوه ټانکونه یې تخریب کړي.
د ایساف ځواکونو د خپلې پالیسۍ ترمخه تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.


















