کندهار ( کابل ټکی کام : سه شنبه، ۱۷ مه، لیندۍ ۱۳۹۴ ل)
لږ شېبه وړاندې مو خبر ترلاسه کړ چې د کندهار هوايي ډګر کې درنه جګړه روانه ده، د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي لومړی یوه زوروره چاودنه اورېدل شوېده .
عیني شاهدان وايي چې د کندهار هوايي اډې ته، چې بهرني او کورني عسکر په کې مېشت دي ګڼ شمېر سرتېري بريد کونکي ننوتلي او په مېشتو عسکرو يې پراخ بريدونه پیل کړي دي.
طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د جګړې خبر ورکړی، وايي چې ددوي یو شمېر سرتېري دغې پوځي اډې ته ننوتلي په سپکو درنو وسلو لاسي بمونو سمبال دي جګړه يې پیل کړې ده .
احمدي دغه راز وايي چې د یوه خاص تاکتيک له مخې ددوي دغه سرتيري ملګري اډې ته ننوتلي دي، په کورونيو او بهرنيو ځواکونو باندي عملیات روان دي .
نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي .
داپه داسي حال کې ده چې پرون ماښام ۶ بجې دکندهار ښار د۹ حوزې اړوند دبرېښناکوټ اولسم ماموریت ته ۲ تنه سرتيري ننوتلي وه، د طالبانو له قوله برید کې ۳۵ تنو پورې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ او ژوبله اوښتی وه.
سليم بریال
















