(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۹ فرید افغان)
له فاریاب ولایت څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت دګرزیوان په ولسوالۍ ګڼ ولسي خلک او پاڅون وال له طالبانو سره یو ځای شوي.
د سیمې خلک وایي چې؛ هوډ یې کړی چې نور به دژوند ترپایه د طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
طالبانو پر خپله ویبپاڼه “الامارة“ خبر ورکړی چې د ګرزیوان ولسوالۍ اړوند د پخلسوز، دره جوز اوغارنمک سیمو څخه ورسره ۳ تنه قومندانانو له ۴۵۰۰ کورنیوسره یوځای د طالبانو د ملاتړ اعلان کړی.
خبرپاڼه زیاتوي د یادو قوماندانانو سره ۵۰ تنه مسلح اربکیانو هم وسله پر ځمکه ایښې او له دوی سره یوځای شوي.
طالبانو د یوځای شویو قوماندانانو نومونه ( قومندان بسم الله ، قومندان ذبیح الله اوقومندان سراج) ښودلي او ویلي یې دي چې یوځای شویو اربکیانو ورته ۲ میله ثقیلان ، ۲ راکټونه ۴۶ کلاشینکوفونه اوګڼ شمېر نور مهمات سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې د قوماندان غلام نبي په مشرۍ ۴۰۰۰ کورنۍ، له سل میله سپکې او درنې وسلې سره یوځای د طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
بل پلو د دې ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې لسګونه کمانډوځواکونه د طالبانو په محاصره کې بند پاتې دي چې اقاربو او خپلوانو یې نن دکابل شمال لاره په پلخمري کې تړلې او له دولت څخه د هغوی د خلاصون په خاطر د عملیاتو غوښتنه کوي.
باید وویل شي، چې د پښتونکوټ ولسوالۍ ګڼې سیمې د طالبانو لاس ته لویدلې او په سیمه کې د کمانډو ځواکونو پیل شوي عملیات هم له خنډ سره مخامخ شوي.

















