(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۹) د امریکا د پوځ د هوايي ځواکونو چارواکو وايي، يواځې تېره مياشت يې په افغانستان کې هره ورځ شاوخوا پنځلس بمونه غورځولي چې د فبروروې مياشتې ټول ۴۷۹ بمونه غورځول شوي دي.
د امريکا د هوايي ځواکونو خبرپاڼه وايي، د جنورۍ مياشت په پرتله په تېره مياشت کې زيات بمونه غورځول شوي دي، چې جنورۍ کې د بمونو غورځولو شمېر ۳۷۸ و خو په فبرورۍ کې ۴۷۹ ته لوړ شوی دی.
خبرپاڼه زياتوي، چې دغه بمونه د طالبانو او داعش وسله والو پر مرکزونو او د نشه يي توکو پر کارځايونو غورځول شوي دي.
د امريکا له نوې تګلارې له اعلان وروسته په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د واکونو په ډيرولو کې زياتوالی راغی، چې ورسره د بهرنيو او افغان ځواکونو شپني عمليات، بمبارۍ او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم زيات شوي دي.
که څه هم امريکايي ځواکونو ويلي، چې دغه بمونه يې د طالبانو او داعش وسله والو پر مرکزونو او د نشه يي توکو پر کارخانو غورځولي خو يو شمير پوځي کارپوهان اووروستي راپورنه ښيي، چې د امريکايي ځواکونو په بمباريو او ډرون بريدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې خيال نه ساتل کېږي او تر ډېره يې قربانيان ولسي وګړي دي.

















