مسلميار د حکمتيار په ځواب کې: ننګرهار د علم او ادب کور دی نه د قاتلانو او جنايتکارانو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۹) د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وروستيو خبرو ته په غبرګون کې ويلي، چې ننګرهار د علم او ادب کور دی نه د قاتلينو او جنايکارانو.

مسلميار چې د مشرانو جرګې په ننۍ ناسته کې يې خبرې کولې وويل، چې نور ورته د شخصيتونو توهين د زغم وړ نه دی.

تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په ننګرهار کې خپلو پلويانو ته په يوې غونډې کې وويل، چې اوسنی پارلمان د وکيلانو لپاره د سوداګرۍ مرکز ګرځېدلی (پارلمان نن د وکيلانو لپاره د پير پلور په مارکيټ بدل شوی، دا پارلمان د افغان سرلوړي ولس سره نه ښايي، دا پارلمان بدل کړۍ).

د مسلميار په خبره، د ولسي جرګې سپکاوی د ټول افغانستان ولسونو سپکاوی دی، سمه ده چې ټاکنې نه دي ترسره شوي، د پارلمان وخت پوره شوی، لکن ولسي جرګه هم د انتخاباتو غوښتنه کوي او هيڅوک حق نه لري چې د ولسي جرګې وکيلانو ته سپکاوی وکړي.

مسلميار د نوموړي پرونيو خبرو ته په غبرګون کې ويلي، حکمتيار ته احترام لرم خو هيله مې دا ده چې په هېواد کې د نفاق او تفرقې اچولو ځای نشته او د اشخصيتونو پر وړاندې تورونه نور د منلو وړ نه دي.

هغه د حکمتيار پرونۍ غونډې ته په اشارې ويلي، چې ننګرهار د علم او ادب کور دی نه د قاتلينو او جنايتکارانو.

د مشرانو جرګې رئيس وويل، چې د حکمتيار پرونۍ خبرې د راتلونکو ټاکنو لپاره د تبليغاتي کمپاين يوه هڅه وه.

هغه زياته کړه، چې ټاکنو ته کمپاين کول قانوني کړنه ده، خو د شخصيتونو سپکاوی کول او اختلافاتو ته د لمن وهلو ځای نور په افغانستان کې نشته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button