(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۹ فرید افغان)
د ننګرهار چارواکي وایي چې سږکال یې د میوو حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات او ښه وو.
د دې ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریاست وایي چې سږکال یې د زیتونو او مالټو باغونو ۳۳۳۴ ټنه میوه ورکړې چې له ډلې یې ۲۵۰۰ ټنه مالټې او ۸۳۴ ټنه زیتون شامل وو.
دوی وایی؛ چې له زيتونو څخه یې ۶۰ زره لیتره تېل او زرګونه لیتره اچار توليد کړي چې په خبره یې جوړ شوي اچار یې په ۱۳۰ زره بوتلو کې پیک او بازارته وړاندې کړي دي.
د ریاست چارواکي وایي چې شاوخوا ۲ میلیونه او ۲ سوه زره ميوه لرونکي او غير ميوه لرونکي نيالګي یې روزلي او ځینو خلکو او ټولو دولتي اداراتو ته يې په وړيا ډول ويشلي.
د کرنې ریاست وایي چې په پام کې لري تر څو په دې ولایت کې ۲۲۰۰ جریبه ځمکه کې د سترسو باغونه جوړ کړي او تر څنګ یې زاړه باغونه بیا احیا کړي.
د دې ولایت چارواکي همداراز د څاریو له واکسین څخه هم خبر ورکوي او زیاتوي چې په دې ولایت کې یې سلګونه زره کورنيو حيواناتو ته بېلابېل ډوله واکسينونه کړي او همداراز یې د نسل د اصلاح په موخه پنځه څلويښت زره حيوانات مصنوعي القاح شوي دي.
دوی همداراز له ګڼو تر لاس لاندې پروژو څخه هم خبر ورکړی چې په راتلونکي کې به تطبیق شي.

















