نیویارک ټایمز: امریکا اړتیا لري چې د طالبانو سره مخامخ خبرو ته کیني
نیویارک ټایمز وایي؛ طالبانو په وروستیو اونیو کې په ځلونو له امریکا څخه د مخامخ مذاکراتو غوښتنه کړې ځکه چې په وینا یې د سولې او جنګ واک لاهم افغان حکومت نه لري.
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۹ فرید افغان)
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې (امریکا اړتیا لري چې په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې وکړي) یوه مقاله خپره کړې او پر امریکا یې غږ کړی چې نور دې د افغان دولت په نامه د سولې په مخ کې د خنډ اچولو لپاره غولونکې هڅې نه کوي او په ریښتینې معنا دې د سولې خبرو ته مخامخ له طالبانو سره چمتو شي.
دا لیکنه د بحران د نړیوال سازمان وتلي تحلیلګر برهان عثمان کړې او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو په نظر افغان دولت هیڅ واک نه لري او دا دولت نه شي کولی د بهرنیانو په وتلو کې تصمیم ونیسي.
د ټایمز په خبره؛ د اشرف غني د وړاندیز وروسته د طالبانو چوپتیا دا څرګندوي چې دې ډلې یاد وړاندیز نه دی منلی ځکه چې په خبره یې په یادو وړاندیزونو کې اصلي ټکی چې د بهرنیانو حضور و ، پام نه دی شوی.
برهان عثمان په یاده لیکنه کې ویلي؛ له ډیرو څیړنو وروسته دې نتیجې ته رسیدلی یم چې طالبان یواځې امریکا خپل دښمن بولي او همدې ټکي لا هم دا ډله یو لاس ساتلې.
نیویارک ټایمز وایي؛ طالبانو په وروستیو اونیو کې په ځلونو له امریکا څخه د مخامخ مذاکراتو غوښتنه کړې ځکه چې په وینا یې د سولې او جنګ واک لاهم افغان حکومت نه لري.
ورځپاڼه وایي؛ د بهرنیانو سره د طالبانو د مخامخ مذاکراتو غوښتنې د لویدیځ سیاستوالو توجه جلب کړې او دا یې دهغوی پرځای سیاسي ځراکت بللی.
نیویارک ټایمز له دواړو لوریو د جګړو تیزوالی د یو او بل محبورول ښودلي چې خبره یې هر لوری هڅه کوي تر څو مقابل طرف د جنګ له لارې مذاکراتو ته وهڅوي.
د بحران ادارې دا سیاسي څیره په پای کې وایي؛ تر هغو چې امریکا مخامخ مذاکراتو ته چمتو نه شي د سولې خبرې به کله هم پیل نه شي ځکه چې اوس ټول په دې پوهیږي چې د افغان حکومت کورنی او بهرنی سیاست د امریکا په لاس کې ده



