نور: درې نفره مې چې د بلخ ولايت لپاره وړانديز کړي له ما کم نه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱) د بلخ ليرې کړای شوی جنجالي والي عطامحمد نور وايي، چې له حکومت سره يوې موافقې ته رسېدلی او ډېر ژر به د دواړو غاړو تر منځ يوه هوکړه لاسليک شي.
نوموړي چې په بلخ کې د نوي کال په مراسمو کې خبرې کولې وويل، د حکومت او جمعيت تر منځ په رامنځته شويو ستونزو کې پرمختګ شوی، دواړوې غاړې په څو پړاوه مذاکراتو کې سره يوې موافقې ته رسېدلي او په دې اړه به نور جزيات وروسته له خلکو سره شريک شي.
عطانور بيا هم د بلخ ولايت دندې د پرېښودو په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه، چې د دغې ولايت لپاره يې داسې درې نفره وړانديز کړي چې يو يې هم له عطانور کم نه دی.
هغه وويل، چې حکومتي چوکۍ او دندې موقتي وي او له دې وروسته به د راتلونکو ټاکنو لپاره سياسي هلې ځلې کوي.
د بلخ جنجالي والي عطامحمد نور شاوخوا درې مياشتې مخکې د ارګ په پريکړه له دندې ګوښه او پر ځای يې انجينير داود وټاکل شو، خو نوموړي وويل چې تر هغې خپلې دندې پرېښودو ته تيار نه دی تر څو چې د جمعيت ګوند غوښتنې نه وي منل شوي.
ويل کېږی، د ګډ حکومت او جمعيت تر منځ په څو وزارتونو سره سلا شوي او عطامحمدنور يې د بلخ ولايت پرېښودو ته قانع کړی دی.
د يادونې ده، چې له کله نه انجينير داود د بلخ والي ټاکل شوی دغې ولايت ته يې د والي په توګه رسمي سفر نه دی کړی.



