امريکا: تکزاس کې پرلپسې شپږمه چاودنه او ماريلنډ کې وسله وال بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱) د امريکا متحده ايالاتو په تکزاس ايالت کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پاکټي چاودنو لړۍ روانه ده چې نن د دغې ايالت امنيتي مسئولينو د يوې بلې چاودنه خبر هم ورکړی دی.

د تکزاس ايالت امنيتي چارواکي وايي، په اوسټن ښار کې په يوه هټۍ کې په رالېږل شوې پاکټ کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له کبله يې يو تن سخت ټپي شوی دی.

تر دې مخکې هم د دغې ښار ځينې کورونو، دفترونو او هټيو ته په لېږل شويو پاکټونو کې د چاودېدونکو توکو له کبله چاودنې شوي، چې په ترڅ کې يې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغې ښار پوليسو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټنې پيل کړي، په خبره يې چې ټولې چاودنې له یوبل سره تړاو لري.

د يادونې ده، چې څه موده مخکې په نيويارک کې د ټرمپ د زوی په نوم يو پاکټ استول شوی و خو پاکټ يې مېرمنې وانيسا ټرمپ پرانيستی و او پکې د پوډرو له کبله زيانمنه شوې چې وروسته په روغتون کې د تداوۍ لپاره داخله شوه.

پوليسو د يادې پېښې د پلټنې خبر ورکړی و، خو لا هم معلومه نه ده چې دغه پاکټي بريدونو د چا له لوري ترسره کېږي.

له بله پلوه امریکايي رسنيو د ماريلنډ ايالت په يوه ښوونځي د وسله وال بريد خبر ورکړی دی.

ځايي سرچينې وايي، چې بريد د ګريټ ميلز په ښوونځی کې شوی او دغه ښوونځی د پوليسو له لوري کلابند شوی دی.

د دغې ايالت امنيتي مسئولين وايي، په پېښه کې دوه تنه ټپيان دي او بريد کوونکی چې د دغې ښوونځي زده کوونکی دی هم وژل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button