تخار: په چاه آب ولسوالۍ کې څلورو پوستو سقوط کړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۳ فرید افغان)

له تخار ولایت څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې څلور پوستې د طالبانو لاس ته لویدلې.
سیمیزې سرچینې وایي چې، یادو پوستو د یتیم تپې اړوند سیمو کې سقوط کړی او امنیتي ځواکونه هم مرګ ژوبله لري چې کره شمیره یې لا نه ده څرګنده.
طالبانو د یو خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې “ له دغه پرمختګ سره یې د فیض آباد، نوآباد او قزلبلاق سیمې په ټولیزه توګه له دولتي ځواکونو تصفیه کړې دي.

بل پلو د دې ولایت ولایتي شورا وایي چې، طالبانو د همدې ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ له څو خواوو محاصره کړې او ښایي ژر سقوط وکړي.
دوی وایي؛ ځواکونه شیبه په شیبه شاتګ ته اړ ایستل کیږي او سیمې د سقوط په حالت کې دي.
طالبانو د ینګي قلعه ولسوالۍ د محاصرې په هکله تر اوسه سپیناوی نه دی کړی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button