حکمتیار: طالبان دې له امریکایانو سره په خبرو ټینګار نه کوي زمونږ په څیر سوله دې وکړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری۴ فرید افغان)

د حزب اسلامي مشر نن په یو خبري کنفرانس کې د طالبانو سره د خبرو اترو، د خپل ګوند په داخلي جنجالونو، د راتلونکو ټاکنو په برخلیک او د روانې جګړې په اړوند توندې خبرې وکړې.
حکمتیار وویل؛ په ګوند کې د ننه جنجالونو ته اجازه نه ورکوي او که څوک د ګوند په نوم حزب لري ،داسې ده لکه چې د ده لیکل شوی کتاب یې ځان ته منسوب کړی وي.

حکمتیار زیاته کړه ؛ که حکومت ریښتینی وي باید شفافو ټاکنو ته لار هواره کړي او په خبره یې چې د لویې جرګې راغوښتل هیڅ ګټه نه لري.

نوموړي د ګډحکومت له ادارې څخه مننه وکړه چې له حزب اسلامي سره یې سولې ته غاړه کیښوده او پر طالبانو یې تور ولګاو ،چې په وینا یې په دوه برخو ویشلي او سولې ته ژمنتیا نه لري.
حکمتیار وویل؛ طالبان دې له امریکایانو سره په مخامخ خبرو ټینګار نه کوي، بلکه په خبره یې چې د ملي یووالي له حکومت سره دې کیني او د بهرنیانو د وتلو دمعلومې نیټې غوښتنه دې وکړي.
حکمتیار وویل؛ که څه هم موږ له امریکایانو پرته له ګډحکومت سره توافق وکړ خو په خبره یې چې دا توافق د دولت د مشروعیت په معنا نه دی.
نوموړي وویل چې ؛ طالبانو ته د امن ساحو د ورکولو خبرې یې غلطې تعبیر شوې او په وینا یې چې ده ویلي چې تر خبرو تر پیل وروسته دې پر دې سلا وشي چې هغوی ته ځینې سیمې ورکړي تر څو هغوی پکې خپل سیاسي دفتر ولرپ او خپلې کورنۍ یې له ویرې پرته هلته هستوګنه ولري ترڅو له کومې ویرې پرته خپلې سیاسي کړنلارې تعقیب کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button