مجاهد: ننګرهار کې يوولس کمانډو عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، وری ۴) تېره شپه د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې پر مهال يې طالبان او دولتي ځواکونه يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د امنيتي سرچينو له قوله ويلي، چې ځانګړو ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ د خدرخېلو په سيمه کې عمليات کړي، په ترڅ کې يې اته طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، له دغې وسله والو سره ځينې وسلې او موټرسيکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، ګډو ځواکونو غوښتل چې د خوږياڼو زاوې سیمه کې په طالبانو شپني عمليات وکړي، خو سيمه ييز طالبان يې مخکې له پلان څخه خبر شوي و او د چاپې په سيمه کې يې مايونونه او نور چاودېدونکي توکي ځاي پر ځآی کړي و.

د مجاهد په وينا، سيمې ته د ګډو ځواکونو له ورتګ سره سم پرې چاودنې او همهاله د طالبانو له لوري بريدونه هم شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، د کره معلوماتو پر اساس په بريدونو او چاودنو کې يوولس کمانډو عسکر ځآی پرځای وژل شوي او ځينې نورو بهرنيو او داخلي عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو په دغې نښتو کې يواځې د دوو طالبانو وژل کېدل او درې نورو ټپي کېدل تاييد کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، بيګا د دواړو غاړو تر منځ نږدې درې ساعته جګړې دوام درلود، چې پر مهال يې چاودنې هم وشوې او زياتوي چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، چې په ياده سيمه کې طالبانو د داعش او دولتي ځواکونو لپاره لومړۍ کرښه جوړه کړې تر څو له مخکې تګ څخه يې منع کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button