سوله د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري!خو وروسته تر ازادۍ

جمال ایوبي
سوله د هر افغان تر ټولو رښتینی ارمان دی، سوله زموږ په غښتلتیا او قوت کې تر هر څه مؤثر رول اداء کولی شي، سوله د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري او سوله د افغانستان د بقاء او پرمختګ تضمین دی.
د ولسونه ښیرازي او کامیابي په ازادۍ او سوله کې پراته وي.
دا هر څه هغه وخت تر لاسه کولائ شو کله چې مو د ازادۍ بیرغ رپاند شو.
د افغانستان ولس، اولس کاله د غربي استعمار سره لاس او ګریوان دی،د بدبختیو،ناخوالو او ستمونو اوږده پړاونه یې پدې بهیر کې وزغمل او لا یې زغمي.
کله چې یو هېواد مستعمره شي هلته بیا استعمار د خپلې بقاء لپاره یو څو لاسپوڅي واک ته رسوي تر څو د ولسونو اذاهان مغشوش کړي او بیا پر همدغو اجنټانو د یوه هېواد کلتور او عنعنات مسخره کوي او هم د همدغو لاسپوڅو پواسطه خپلو وحشتونو ته مشروعتي بڼه ورکوي.
اولس کاله امریکایانو او تر څنګ یې اروپا او داخلي اجنټانو خپل زور وازمایه تر څو د افغانانو مذهب، کلتور او عنعنات چلینج کړي له هر اړخ یې وننګوه فکري او نظامي اسباب یې ټول په کار واچول خو افغانانو له اړخه خپله د خپلو مذهبي مقدساتو او کلتور څخه په کلکه دفاع وکړله.
امریکایانو د سولې رښتینې هڅې شنډې کړیدي،د جګړې اصلي لوری امریکا ده د مذاکراتو پیل باید د جنګي لوري سره وشي، کله چې امریکا مذاکراتو ته حاضر شو د محدود مهالویش له مخې به امریکا د خپلو فوځونو د وتلو بندوبست کوي
بیا به ددې مهالویش په منځ کې افغانان خپل مشکلات مطرح کوي.
تر څو چې امریکایان خبرو ته لیولتیا ونه ښئ د مذاکراتو میز ته حاضر نشي تر هغې به د شته حکومت په ذریعه د سولې نعرې د جګړې اوږدیدلو لپاره تر سره کیږي.
دغه بې کفایته نظام چې خپل ځانونه یې په تجاهل کې اچولي دوې ډیر خام فکر کړی د طالب د نه راتګ لامل یې پاسپورټ او رسمیت پیژندنه ښودلې پدغې بې منطقه وړاندیز یې خپل ځانونه مسخره کړل.
د سولې اصلي خنډ د بهرنیو ځواکونو شتون دی،چې له ځاننه سره یې بدبختیانې او نفاقونه زموږ درګاه ته را انتقال کړل.
تر څو چې د اشغال د خاتمې لپاره عملې اقدام نه وي شوئ تر هغې پورې د سولې ټولې هڅې د جګړې اوږدیدلو لپاره ترسره کیږي.
امریکايي مشران باید ځان تیر نه باسي او د خبرو موقع دې نه ضایع کوي او ندي ځانونه په تجاهل کې اچوي.


