که په خره کی ماغزه وای نو ددریم وار لپاره درته راته؟

لیکوال فائز فرحت
افغانستان ته داشغالګرو دراتګ مثال داسی ده چه وایی.
په ځنګل کی یو زمری وو چه دټول ځنګل باچا و.
ګیدړی ته یی حکم وکړ چه ډیر وږی شوی یم دخوراک لپاره یوڅه ښکار راته راوړه کنه ستا خیر نشته.
ګیدړه روانه شوه ترڅو زمری ته یوڅه دخوراک لپاره راوړی.
په ځنګله کی یی خر ولید .
ګیدړی ورته وویل چه زمری عاجل غوښتی یی دځان لپاره دی نائب ټاکی.
خر هم ورسره روان شو.
کله چه زمری ته ورسیدل زمری یو دم په خره حمله وکړه او له څټ څخه یی ونیوو خو خره خپله هڅه وکړه او دزمری له پنجو یی ځان خلاص کړ او په تیښته بریالی شو.
زمری وږی پاتی شو.
ګیدړی ته یی وویل .
هله لاړه شه یوڅه دخوراک لپاره راوړه کنه خیر دی نشته.
ګیدړه روانه شوه اوبیا له هماغه خره سره مخ شوه.
ګیدړی ورته ویل چه ولی راوتښتیدلی؟
خره ورته وویل چه زمری خو په ماباندی حمله وکړه خوړلم یی خو الله تری بچ کړم.
ګیدړی ورته ویل چه نا داسی نده.
زمری غوښتل چه تاته تاج درپه سر کړی اوخپل نائب دی وټاکی.
راځه چه ورشو هیڅ هم نه درته وایی.
خر دوباره ورسره روان شو.
چه کله زمری ته ورسیدل زمری بیا حمله پری وکړه یوڅه یی سره تاو راتاو کړل خو خره خپله نهایی هڅه وکړه او ځان یی خلاص کړ.
زمری چه ډیر وږی وو ګیدړی ته یی په قهر وویل.
که دا وار دی خوراک راته برابر نکړ نو تابه وخورم.
ګیدړه غمجنه شوه او بیا روانه شوه ګوری چه ځنګل کی بیاله هماغه خره سره مخ شوه ورته یی وویل چه.
ای ناځوانه ولی راوتښتیدی؟
خره ورته ویل تاخو زه مرګ ته بوولی وم ماسره دی دوکه وکړه زمری خو زه خوړلم .
ګیدړی ورته ویل نانانا.
ته پوی نشوی.
زمری خو ته په چوکی کینولی او لوړه دنده یی درته سپارله ته پخپله ګټه هم نه پوهیږی؟
راځه چه لاړشو زمری ستا دراتګ انتظار کوی.
خر ددریم ځل لپاره ورسره لاړ.
کله چه ورسیدل دا وار زمری کلکه حمله پری وکړه او خر یی داسی ونیوو چه بیایی ځان خلاص نشو کړای او ځای پرځای یی مړکه.
زمری ګیدړی ته حکم وکړ چه ته له خره څخه زړه او ینه بډوډی ماغزه وغیره راوباسه زه چکر لګوم چه راځم او تا تیار کړی وی چه ویی خورم.
زمری چکرته لاړ.
ګیدړی دخره په ټوټه کولو شروع وکړه او دزمری دخوښی خوراک یی ورته برابر کړ خو صرف ماغزه یی ګیدړی وخوړل ځکه چه هغه هم ډیره وږی شوی وه.
کله چه زمری له چکر وهلو څخه راستون شو ګیدړی خوراک ورته تیار کړی ده ګوری چه ماغزه پکی نشته.
زمری په قهر شو او ګیدړی ته یی وویل چه ماغزه دی څه کړل هغه خو زما دخوښی خوراک ده؟
ګیدړی ورته ویل چه ماغزه خو نه وو پکی.
زمری ورته وایی داڅنګه کیدیشی چه ماغزه پکی نه وو؟
ګیدړی وخندل.
ورته ویل یی چه که په خره کی ماغزه وای نو ددریم وار لپاره درته راته؟



